د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۹

د افغانستان کرکټ لوبډلې سریلانکا ته د ۳۱۴ منډو هدف وټاکه

د افغان کرکټ ملي لوبډلې او سریلانکا ترمنځ د یوې لوبې انځور
د افغان کرکټ ملي لوبډلې او سریلانکا ترمنځ د یوې لوبې انځور

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سریلانکا ته د درېیو یو ورځنیو لوبو په وروستۍ سیالۍ کې ۳۱۴ منډې هدف وټاکه.

افغان لوبډلې د لوبې پچه ګټلې وه او د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې دې هدف ته ځان ورساوه.

اوس د سریلانکا لوبغاړي دغه هدف ته د رسېدو لپاره توپ وهنه یا بېټېنګ کوي.

افغانستان د دغې لوبلړۍ لومړنۍ لوبه ګټلې او دویمه هغه یې د باران له کبله مساوي شوې ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG