د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۱ کابل ۰۰:۰۰

د پاکستان د لوی درستيز ټاکلو کې د تحريک انصاف او حکومت ترمنځ جوړ جاړی شوی؟


د پاکستان نوی ټاکل شوی لوی درستيز

داسې ښکاري چې د پاکستان د لوی درستیز د ګومارلو لانجه د عاصم منیر په نومولو پای رسېدلې ده.

د پاکستان د قوانینو له‌مخې، لوی درستیز د صدراعظم له لوري وړاندیز کېږي او ولسمشر یې تاییدوي خو په اوس وخت کې د پاکستان ولسمشر په مخالف سیاسي ګوند (تحریک انصاف) پورې تړاو لري، ځکه د نوي لوی درستیز د ټاکلو مسله په جنجال بدله شوې وه.

عصمت څاروان په خیبر پښتونخوا کې له یوه خبریال محمودجان بابر سره مرکه کړې او لومړی یې ورته ویلي چې ایا د نوي لوی درستیز عاصم منیر د نومونې په اړه به د تحریک انصاف او اوسني حکومت ترمنځ جوړ جاړی شوی دی؟

د ښاغلي بابر مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00
XS
SM
MD
LG