د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

د اوکراین خرسون ښار ته د ریلګاډي تګ راتګ پیل شو


خرسون ته روان خلک په ریلګاډي کې سیلفي عکس اخلي.
خرسون ته روان خلک په ریلګاډي کې سیلفي عکس اخلي.

له ۹ میاشتو وروسته په لومړي ځل له کییف څخه خرسون ښار ته د ریلګاډي تګ راتګ پیل شو.

اوکراین بېرته نیولي ښار خرسون ته د ریلګاډي تګ راتګ پیل کړ او له دې سره هممهاله اوکرایني پوځیان د دونباس په ختیځ کې د روسي ځواکونو له شدیدې جګړې سره مخامخ دي.

په دې سیمه کې روسي پوځیانو خپلې مورچې ټینګې کړي دي.

له کییف څخه خرسون ته د رېلګاډي تګ، چې د اوکراین د رېللارو ملي ادارې یې اعلان وکړ، که څه هم کوچنۍ خو له سمبولیک نظره لویه بریا ګڼل کېږي.

څه کم یوه اوونۍ وروسته له دې چې خرسون له روسي ځواکونو بیرته ونیول شو، د اوکراین د ریللارو ادارې دې ښار ته د ریلګاډو تګ راتګ پیل کړ.

دا د سږ کال د فبرورۍ له ۲۴ وروسته د اوکراین لومړنی ریلګاډی دی چې خرسون ته ځي.

چارواکي وايي چې له دې ایسته به په منظم ډول خرسون ته ریلګاډي تګ راتګ کوي.

له بلې خوا د بریتانیا صدراعظم د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره د لیدو لپاره پرون شنبه په نااعلان شوي سفر کییف ته لاړ.

ریشي سونک په کییف کې اوکراین ته د وسلو نوې مرسته اعلان کړه.

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره د خبري غونډې پرمهال
د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره د خبري غونډې پرمهال

ده ژمنه وکړه چې اوکراین ته به د ډرون یا بې پېلوټه الوتکو د په شمول د هوايي دفاع وسایل ورکړي.

روسي پوځیان د اوکراین پر ضد په جګړه کې له هوايي ځواک په تیره بیا بې پېلوټه الوتکو څخه ډیر کار اخلي او هڅه کوي چې د اوکراین د انرژۍ تاسیسات له منځه یوسي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي چې بریتانیا به د ۶۰ میلیون ډالرو په ارزښت د هوايي دفاع وسایل اوکراین ته ورکړي.

دا له کله چې ریشي سوناک د بریتانیا صدراعظم غوره شوی، کییف ته یې لومړنی سفر دی او د دې ښودنه کوي چې سونګ د اوکراین په اړه د بریتانیا د مخکیني حکومت پالیسۍ ته دوام ورکوي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس له مخې، بریتانیا د روسیې په وړاندې په جګړه کې د اوکراین یو مهم ملاتړ کوونکی دی او تراوسه پورې یې د اوکراین پوځ ته د ۲ میلیارده او ۸ سوه میلییون ډالرو پوځي مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG