د اسیا د مرکز د لوبو په لړۍ کې د افغانستان له ۱۴ کلنو د کم عمره لوبغاړو ټیم نن د کوربه تاجکستان د ټیم پر وړاندې شپږ- صفر ماتې وخوړه.
افغان زلمیانو په دې لړۍ کې چې د نومبر په نهمه پیل شوې ترکمنستان او ایران ته ماتې ورکړه خو د چارشنبې په ورځ یې له ازبکستان او نن له تاجکستان سره لوبه وبایلله.
د اسیا د زړه د لوبو لړۍ کې چې د نومبر تر ۱۹مې پورې دوام کوي د افغانستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان لوبډلې برخه لري.