د اسیا د مرکز د لوبو په لړۍ کې د افغانستان له ۱۴ کلنو د کم عمره لوبغاړو ټیم د کوربه تاجکستان د ټیم پر وړاندې لوبه کوي.
افغان زلمیانو د ترکمنستان او ایران له ماتولو وروسته د چارشنبې په ورځ له ازبکستان سره لوبه وبایلله.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر فېسبوک خبر ورکړی چې له تاجکستان سره د افغانستان لوبه نن د کابل په وخت د ماښام په شپږنیمو بجو پیلېږي.
د آسیا د زړه د لوبو لړۍ د افغانستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د لوبډلو ترمنځ د نوامبر په نهمه پیل شوي او د نوامبر تر ۱۹مې پورې دوام کوي.