په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو رسمي پایلې لا نهدي اعلان شوي، خو راپورونه وایي چې دواړه ګوندونه ډېر سره نژدې دي.
په دغو ټاکنو کې د سنا جرګې ۳۵ څوکۍ او د استازو جرګې ټولې ۴۳۵څوکۍ رایې اچونې ته وړاندې شوې.
دا چې د دغو ټاکنو پایله پر امریکا سربېره د سیمې او افغانستان لپاره هم کوم پیغام لري؟
په همدې اړه مو همکار اسداله لودین په واشنګټن کې د پوهنتون استاد او د چارو شنونکی علي احمد جلالي پوښتلی دی.
د ښاغلي علي احمد جلالي مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: