د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ د پاکستان لوبډله پایلوبې ته ووته


د پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ د نننۍ لوبې یو انځور
د پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ د نننۍ لوبې یو انځور

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ کال د شلو اورنو نړیوال جام پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

نن د پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ نیمه پایلوبه د استرالیا په سیډني کې وشوه چې نیوزیلنډ د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پاکستان ته ۱۵۳ منډې هدف وټاکه.

پاکستان دغه هدف ته د رسېدو لپاره ښه لوبه وکړه او په ۷ ویکټو او ۵ توپونو یې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه.

سبا بله نیمه پایلوبه د انګلستان او هند ترمنځ ده.

د سبا ورځې لوبې ګټونکی به د یکشنبې په ورځ د پاکستان له لوبډلې سره پایلوبه کوي.

XS
SM
MD
LG