د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

د کرکټ نړیوال جام؛ د هند او پاکستان لوبډلې هم نیمه پایلوبې ته لار ومونده


د هند کرکټ ملي لوبډله
د هند کرکټ ملي لوبډله

په استرالیا کې د کرکټ د شلو اوورونو د سیالیو په لړ کې نن درې لوبې پلان شوې وې.

په لومړۍ مسابقه کې هالنډ وتوانېد جنوبي افریقا ته ماتې ورکړي، پاکستان له بنګله دېش لوبه وګټله او هند وتوانېد زیمبابوې ته ماتې ورکړي.

په لومړي ګروپ کې نیوزیلنډ او انګلستان او په دویم ګروپ کې هند او پاکستان نیمه پایلوبې ته وتلې دي.

افغانستان په دې جام کې خپله وروستۍ لوبه د تېرې جمعې په ورځ کوربه هېواد استرالیا ته وبایلله او له دې جام سره یې مخه ښه وکړه.

XS
SM
MD
LG