د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ جنوبي افریقا او بنګله دېش لوبډلو ماتې وخوړه


د هالنډ او جنوبي افریقا د لوبې یو انځور
د هالنډ او جنوبي افریقا د لوبې یو انځور

په استرالیا کې د کرکټ د شلو اوورونو د سیالیو په لړ کې نن درې لوبې پلان شوې دي.

په لومړۍ مسابقه کې هالنډ وتوانېد جنوبي افریقا ته ماتې ورکړي، پاکستان له بنګله دېش لوبه وګټله.

دغه شېبه د هند او زیمبابوې ترمنځ مسابقه روانه ده.

هند د لوبې ټاس یا پچه وګټله او د بټنګ کولو پرېکړه یې وکړه، چې په ۲۰ اوورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره زیمبابوې ته د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه.

په څو شېبو کې به زیمبابوې د دې هدف د پوره کولو هڅه کوي.

افغانستان په دې جام کې خپله وروستۍ لوبه د تېرې جعې په ورځ کوربه استرالیا ته وبایلله او له دې جام سره یې مخه ښه وکړه.

د افغانستان په ګروپ کې انګلستان او نیوزیلنډ نیمه پایلوبې ته وتلي دي.

XS
SM
MD
LG