د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

پوليس جنوبي کوريا کې د ۱۵۰ کسانو د مړينې په اړه څېړنې کوي


د پېښې د ځای انځور
د پېښې د ځای انځور

د جنوبي کوریا پولیسو د دې هېواد په پلازمېنه سېول کې په ګڼه ګوڼه کې د څه باندې یونیم سل کسانو د مړینې په اړه تحقیقات کوي.

ولسمشر یون سوک ییول Yoon Suk Yeol او د جنوبي کوریا ولس نن په سیول کې د هغې پېښې د قربانیانو روح ته درناوی وکړ چې دې هېواد یې په څو کلونو کې ساری نه‌دی لیدلی.

د شنبې په ورځ د پلازمېنې سیول د ایتای وون Itaewon د غرنۍ ناحیې په یوه تنګه کوڅه کې د مسیحیانو د مذهبي جشن هالووین د نمانځنې پرمهال اله ګوله پېښه شوه چې په نتیجه کې یې ۱۵۴ کسان ترپښو لاندې مړه او ۱۴۹ نور ټپیان شول.

په مړو کې ۹۸ ښځې وې.

د پېښې د ځای انځور
د پېښې د ځای انځور

ایتای وون د سیول هغه سیمه ده چې د شپې مېلې او تفریحي پروګرامونه په‌کې جوړېږي.

عیني شاهدان وايي د پېښې پر مهال دا سیمه له خلکو ډکه وه او په ګډ وډۍ کې خلک د یوبل پر سر غوځارېدل.

په مړو کې ۹۸ ښځې وې.

د عیني شاهدانو په وینا د دې حالت له کبله د ژغورونکو او امبولانسونو لپاره ګرانه وه چې ځان د پېښې ځای ته ورسوي.

د جنوبي کوریا د کورنیو چارو او مصؤنیت وزارت نن په یوه بیان کې وویل، پولیسو یوې کمېټې ته چې ۵۶۱ غړي لري د دې پېښې په اړه د تحقیقاتو دنده سپارلې ده.

د سیول د ښاري پولیسو اداره وايي څارنوالان اوس مهال هغه تصویرونه چې د سیمې د امنیتي کمرو په وسیله اخیستل شوي دي او هغه ویډیوګانې چې خلکو پر ټولنیزو شبکو خپرې کړي څېړي.

ویل کېږي چې د شنبې په ورځ په دې سیمه کې د هالووین د نمانځنې لپاره شاوخوا یو لک کسان راټول شوي وو.
ویل کېږي چې د شنبې په ورځ په دې سیمه کې د هالووین د نمانځنې لپاره شاوخوا یو لک کسان راټول شوي وو.

څېړونکې ډلې همدا راز له عیني شاهدانو سره مرکې کوي څو معلومه کړي چې اله ګوله دقیقا څه وخت پیل شوه او څنګه دا حالت رامنځته شو.

د جنوبي کوریا د سیمه‌يیزو رسنیو د راپورونو له‌مخې د پولیسو د افسرانو او د حکومت د حقوقي چارواکو په ګډون یوه ډله به هم د دې پېښې په اړه څېړنې وکړي.

ویل کېږي چې د شنبې په ورځ په دې سیمه کې د هالووین د نمانځنې لپاره شاوخوا یو لک کسان راټول شوي وو.

صدراعظم هان دوک سو Han Duck-soo د پېښې د څېړنې لپاره د کابینې د غونډې په پیل کې وویل، حکومت به د دې پېښې د عواملو د روښانولو په اړه بشپړ تحقیقات وکړي او د امکان ترحده به هڅه وکړي چې په راتلونکي کې د دې ډول پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره د سیسټمونو د اصلاح په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

ایتای وون سیمه د هالووین په څېر د تفریحي پروګرامونو او غونډو له پلوه مشهوره ده او له تېرو څو کلونو راهیسې د ځوانانو د غونډو او راټولېدو ځای بلل کېږي.

ویل کېږي چې د شنبې په ورځ په دې سیمه کې د هالووین د نمانځنې لپاره شاوخوا یو لک کسان راټول شوي وو.

دا شمېر د کورونا د وبا له پیله په راوروسته موده کې ساری نه‌لري.

خو د سیمې اوسیدونکي او هټیوال وايي چې په تېرو کلونو کې حتی تر دې زیات خلک هلته راټولېدل.

XS
SM
MD
LG