د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

د سکي نړیوال فدراسیون د روسیې او بېلاروس پر لوبغاړو لګېدلی بندیز وغځاوه


د روسیې د سکي لوبغاړي
د روسیې د سکي لوبغاړي

د سکي نړیوال فدراسیون د دغه فدراسیون په ټولو نړیوالو مسابقو کې د روسیې او بېلاروس د لوبغاړو پر ګډون لګول شوی بندیز وغځاوه.

دغه بندیز پر اوکراین د روسیې د یرغل او له دې یرغل د بېلاروس د ملاتړ له کبله لګول شوی دی.

د سکي نړیوال فدراسیون د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوی شورا د لوبو اتحاد او د ټولو برخوالو خوندیتوب ته په پام سره د المپیک نړیوالې کمېټې له سپارښتنې سره سم دا تازه پرېکړه وکړه.

دغه بندیز د روسیې او بېلاروس لوبغاړي له سکي الپاین، سکي نوردیک، ازاد سبک او سنوبُورد مسابقو راګرځوي.

د روسیې د ازاد سبک د سکي فدراسیون مشر السکي کوراشوف دغه پرېکړه غندلې او غیرمنصفانه یې بللې ده.

XS
SM
MD
LG