د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

د کرېکټ نړيوال جام؛ متحده عربي اماراتو نيميبيا ته ماتې ورکړه


د کرېکټ نړيوال جام
د کرېکټ نړيوال جام

نیدرلینډ د سرېلانکا ۱۶۲ او نیمیبیا د اماراتو د لوبډلې ۱۴۸ منډې هدف پوره نه‌شو کړای.

په دې سره د الف ګروپ د لومړي پړاو سیالۍ ختمې شوې، سرېلانکا او نیدرلنډ بل پړاو او نیمیبیا او متحده عربي اماراتو لوبډلې کورونو ته ستنیږي.

اوس به افغانستان د استرالیا، نیوزلانډ او انګلنډ ترڅنګ له سرېلانکا سره هم لوبه لري، د دې ګروپ بله لوبډله لا نه‌ده معلومه.

سبا ویسټ انډیز د ایرلینډ او کاټلینډ د زمبابوی سره لوبې لري.

هره لوبډله چې لوبه ګټي بل پړاو ته لاره پیدا کوي، ځکه د دې ګروپ هرې لوبډلې یوه لوبه ګټلې او یوه يې بایللې ده.

له دې وروسته د سیالیو دوهم او اصلي پړاو پیلیږي.

لومړۍ لوبه يې د استرالیا او نیوزلانډ او دوهمه لوبه يې د افغانستان او انګلنډ ترمنځ ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG