د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

د انګلستان پياوړی بالر ريس توپلي په پښه ژوبل شوی؛ شنبه يې له افغانستان سره لوبه ده


د انګلستان کرېکټ ملي لوبډله
د انګلستان کرېکټ ملي لوبډله

د انګلستان د کرېکټ پیاوړی بالر یا توپ اچوونکی ریس توپلي له افغانستان سره د شنبې ورځې سیالۍ کې د ګډون په اړه ډاډه نه معلومیږي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، توپلي یوه ټیست لوبه کې د چپي پښې په بیډۍ لګېدلی دی.

ټاکل شوې چې د شنبې ورځې تر لوبې مخکې د هغه روغتیایي وضعیت و ارزول شي.

د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، افغان لوبډلې له انګلستان سره دشنبې ورځې رسمي لوبې ته چمتوالی نیولی.

نن له پاکستان سره په ټیست لوبه کې افغان تکړه توپ وهونکی رحمان الله ګربز هم په چپه پښه ولګېد او له لوبې بهر شو.

کرېکټ بورد ویلي، نوموړی به دوه ورځې تر بشپړې پاملرنې لاندې وي.

XS
SM
MD
LG