د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۳۳

نن افغان کرېکټ ملي لوبډله له پاکستان سره تمريناتي لوبه کوي


افغان کرېکټ ملي لوبغاړي

ټاکل شوې د کرېکټ د شلو اورونو نړیوالو جام سیالیو په لړ کې نن افغانستان له پاکستان سره تمریناتي لوبه وکړي.

د اسټرالیا په بریسبېن (Brisbane) ښار د کرېکټ په میدان کې به دغه مسابقه د کابل پر وخت د سهار ۷ نیمې بجې پیل شي.

افغانستان تېره دوشنبه په خپله لومړۍ تمریناتي لوبه کې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړې وه.

د شلو اورونو نړیوالې لوبې چې د اکتوبر میاشتې پر ۱۶مه پیل شوي، د نوامبر تر ۱۳مې دوام کوي.

افغانستان خپله لومړۍ رسمي مسابقه راروانه شنبه د انګلستان په وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG