د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۲

افغان کرېکټ ملي لوبډله دويمه تمريناتي لوبه سبا له پاکستان سره کوي

افغان کرېکټ ملي لوبډله
افغان کرېکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به سبا په اسټرالیا کې د نړیوال جام په درشل کې خپله دویمه تمریناتي لوبه له پاکستان سره وکړي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ تمریناتي لوبه پرون له بنګله‌دېش څخه د ۶۲ منډو په توپیر وګټله.

د کرېکټ بورډ وياند فرید هوتک د پرونۍ لوبې په اړه ازادي راډيو ته وویل: "لکه څنګه چې مو د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ لوبه ولیدله، څرګنده شوه چې د هېواد ملي لوبډلې نړیوال جام ته پوره چمتووالی نیولی دی."

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

افغان لوبډلې په شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.

بنګله‌دېش په شل اورونو کې د ۹۸ منډو په جوړولو سره نهه لوبغاړي له لاسه ورکړل.

افغان لوبډله به په نړیوال جام کې لومړۍ رسمي لوبه له انګلستان سره ترسره کړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG