د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

سږکال د نوبل جایزه د اقتصادي چارو دریو امریکايي څېړونکو وګټله


برنانکې له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې چې د نړیوال مالي بحران کلونه وو، د امریکا د فدرال خزانې مشر و.
برنانکې له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې چې د نړیوال مالي بحران کلونه وو، د امریکا د فدرال خزانې مشر و.

د اقتصاد لپاره د نوبل معتبره جایزه سږکال د اقتصادي چارو د دریو امریکايي څېړونکو په نوم شوه.

په سویډن کې د نوبل اکادیمۍ نن اعلان وکړ چې په ۲۰۲۲ کال کې د اقتصاد په برخه کې د نوبل معتبره جایزه د دریو امریکايي پوهانو په نوم شوه.

دا جایزه چې ارزښت یې لس میلیون سویډي کرون یا نږدې ۹ لکه ډالرو ته رسېږي بن برنانکې، ډوګلاس ډایمونډ او فلیپ دیبویګ ته د بانکونو او مالي بحرانونو په اړه د څېړنو په خاطر په پام کې نیول شوې.

د نوبل اکاډیمي وايي، د دوی څېړنو په اقتصاد کې د بانکي اصولو په اړه، په تېره د اقتصادي بحرانونو پرمهال د خلکو پوهای زیات کړی دی.

برنانکې له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې چې د نړیوال مالي بحران کلونه وو، د امریکا د فدرال خزانې مشر و او ډایمونډ د شیکاګو په پوهنتون او دیبویګ د میزوري ایالت د واشنګټن په پوهنتون کې استادان دي.

د سولې سږنۍ جایزه په بیلاروس، روسیه او اوکراین کې د بشري حقونو هغو مدافعانو ته ورکړل شوه چې د مینسک او مسکو د ځپونکو اقداماتو او پر اوکراین د روسیې د یرغل پر وړاندې ودرېدل.

دا درې فعالان په بېلاروس کې د بشري حقونو بنديوان فعال الېس بیالیاڅکي، په روسیه کې د څلي په نوم د بشري حقونو مدافع ډلې او په اوکراین کې د مدني آزادیو لپاره مرکز ته ورکړل شوې.

د ۲۰۲۲ کال د نوبل د ادبیاتو جایزه اني ایرنو ته د هغه جرات او ذکاوت په خاطر چې دې ۸۲ کلنې فرانسوۍ لیکوالې یې ریښې راسپړلي ورکړل شوه.

مېرمن ایرنو لیکوالي د بیوګرافیکو ناولونو په لیکلو پیل کړه خو ډېر ژر یې د خاطراتو په لیکنه پیل وکړ.

همداراز د نوبل سږنۍ جایزه د کیمیا په عملي برخه کې د بنسټیز کار په خاطر امریکايي پوهانو کارولین بیرتوزي او باري شارپلس او ډنمارکي مورتِن میلدال ته ورکړل شوه. ۸۱ کلن شارپلس په ۲۰۰۱ کال کې هم نوبل جایزه ګټلې وه.

او د فزیک نوبل جایزه فرانسوي الین اسپېکټ، امریکايي جان کلاوسر او اتریشي انتون زایلینګر د کوانتوم فزیک د میخانیکیت په اړه د څېړنو په خاطر وګټله.

د نوبل جایزې ورکول له ۱۹۰۱ کال راهیسې پیل شوي او د کلونو په تېرېدو سره بېلابېلې برخې پرې ورزیاتې شوي.

اوسمهال دا جایزې د اقتصاد، ادبیاتو، سولې، فزیک، کیمیا او طبي څېړنو په برخو کې ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG