د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

د اندونیزیا د فوټبال یوه سټډيوم کې د شخړې له امله ۱۷۴ کسان وژل شوي


پولیسو له میدانه د خلکو د شړلو لپاره اوښکی بهوونکی ګاز کاراوه او قهرجن ننداره چیان یې په ډنډو وهل.
پولیسو له میدانه د خلکو د شړلو لپاره اوښکی بهوونکی ګاز کاراوه او قهرجن ننداره چیان یې په ډنډو وهل.

په اندونیزیا کې د فوټبال په یوه سټډيوم کې د شخړې او ګډوډۍ د رامنځته کېدو په پېښه کې لږ د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷۴ ته پورته شو.

د ختیځې جاوا ملنګ فوټبال سټډيوم کې له ناستو څه باندې ۴۰ زرو ننداره چیانو نه لږ تر لږه ۳۰۰۰ کسان یو دم د لوبې ډګر ته ننوتل.

پولیسو له میدانه د خلکو د شړلو لپاره اوښکی بهوونکی ګاز کاراوه او قهرجن ننداره چیان یې په ډنډو وهل.

سلګونه کسان وروسته له هغه تر پښو لاندې شول چې د لوبې میدان ته داخلو شویو ننداره چیانو غوښتل له یوې وړې دروازې بهر ووځي.

د پولیسو د راپور له مخې لږ تر لږه ۱۷۴ کسان وژل شوي او ۱۸۰ تنه نور ټپيان دي.

د ختیځې جاوا دوه ټیمونه ارېما اف سي او پیرسیبایا سورابیا فوټبال لوبډلې یو بل سرسختې سیالانې دي.

پولیسو ویلي چې بېګانۍ لوبه کې کوربه ارېما ټيم لوبه دوه پر درې وبایلله او قهرجنو مینه والو یې خپله غوسه قابو نه کړای شوه.

فیفا د فوټبال نړیوال فدراسیون نیوکه کړې چې د اندونیزیا پولیسو باید د ننداره چیانو د کرارولو لپاره له اوښکي بهوونکي ګاز کار نه وای اخیستی.
فیفا د فوټبال نړیوال فدراسیون نیوکه کړې چې د اندونیزیا پولیسو باید د ننداره چیانو د کرارولو لپاره له اوښکي بهوونکي ګاز کار نه وای اخیستی.

د لږ تر لږه دوو پولیسو د وژل کېدو راپور هم تایید شوی دی.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو د رامنځته شویو پېښو پوره څېړنه غوښتې او د اندونیزیا د فوټبال د لیګ د پاتې لوبو د ځنډېدو امر یې کړی.

هغه وویل: "د پولیسو له عمومي مشرتابه غواړم چې دا پېښه په دقیقه او بشپړه توګه وڅېړي. همدارنګه مې د فوټبال فدراسیون ته امر کړی چې د لومړي لیګ ټولې لوبې د ارزونو او امنیتي تدابیرو د ښه کېدو پورې وځنډوي."

فیفا د فوټبال نړیوال فدراسیون نیوکه کړې چې د اندونیزیا پولیسو باید د ننداره چیانو د کرارولو لپاره له اوښکي بهوونکي ګاز کار نه وای اخیستی.

د فوټبال د ټيمونو د مینه والو تر منځ شخړې نوې خبره نه ده خو په دومره لوی شمېر د خلکو مرګژوبله ښايي په څو لسیزو کې بې سارې وي.

د راپورونو په اساس په ۱۹۶۴ کال کې د پیرو په پلازمېنه لیما ښار کې د المپيک د غوراوي لوبو پر مهال د شخړو او ټېل ماټېل له امله لږ تر لږه ۳۲۰ کسان مړه او څه باندې زر تنه نور ټپيان شوي وو.

په ۱۹۸۵ کال کې هم په بلجیم کې د فوټبال د مینه والو د شخړې له امله ۳۹ تنه مړه او ۶۰۰ نور ژوبل شول.

تر هغه را وروسته په ۱۹۹۶ کال کې د ګواتیمالا او کوستاریکا د فوټبال د لوبې پر مهال د ټېل ماټېل او شخړو له کبله اتیا کسان مړه او څه باندې ۱۰۰ نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG