د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ تله ۱۴۰۱ کابل ۱۱:۵۰

د البانیا په سرحدي دستګاه انټرنېټي حمله شوې


دا تازه حمله داسې وخت شوې، چې څو ورځې مخکې د البانیا پر سرحدي سیسټمونو یوه سایبري حمله د البانیا او ایران ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د پرې کېدو سبب شوه.

البانیا یو وار بیا خبر ورکړ، چې د جمعې په ورځ یې پر یوه سرحدي دستګاه سایبري یا انټرنېټي حمله شوې ده او عاملان یې په ایران پورې تړلي وبلل.

د البانیا د کورنیو چارو وزارت پرون شنبه په یوه اعلامیه کې وویل، چې دغه دویمه سایبري یا انټرنېټي حمله د هغې پخوانۍ ایرانۍ سرچینې له خوا شوې، چې د البانیا او ایران د ډیپلوماتیکو اړیکو پرې کېدو سبب شوې ده.

اسوشیټېډ پریس اژانس لیکلي، چې په تازه سایبري حمله کې د البانیا د پولیسو مخابراتي سیسټم په نښه شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي، د دې انټرنېټي حملې له کبله د اطلاعاتو د مدیریت هغه دستګاه چې په سرحدونو کې د خلکو تګ راتګ ثبتوي، د لنډ وخت لپاره له کاره ولوېده.

د البانیا رسنیو هم راپور ورکړی، چې د دې دستګاه له کاره لوېدل د دې سبب شول، چې د البانیا د جنوب لږ تر لږه دوو سرحدي بندرونو کې خلک په اوږدو کتارونو کې د زیات وخت لپاره انتظار پاتې شي.

چارواکو د دې حملې د شنډولو لپاره په سمندري بندرونو کې د کمپیوټرونو د کنټرول سیسټونه مړه کړل.

دا تازه حمله داسې وخت شوې، چې څو ورځې مخکې د البانیا پر سرحدي سیسټمونو یوه سایبري حمله د البانیا او ایران ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د پرې کېدو سبب شوه.

د البانیا صدراعظم ايدي راما پرون شنبه په خپل ټویټر کې لیکلي، چې مخکنۍ سایبري حمله د هماغه حمله کوونکو له خوا شوې، چې د البانیا دوستو او متحدو هېوادونو غندلې وه.

د البانیا حکومت تېره چهارشنبه ایراني چارواکو ته امر وکړ، چې له البانیا ووځي او له تهران سره یې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې.

صدراعظم ایدي وویل، دغه پرېکړه د جون میاشتې د ۱۵مې د سایبري حملې په تړاو د څېړنې په نتیجه کې وشوه، چې د ایران سرچینې په کې دخیلې وې.

البانیا چې د ناټو غړی هېواد دی، وايي کافي شواهد لري چې په هغه سایبري حمله کې د تهران لاس لرل ثابتوي.

امریکا په ځواب کې د ایران د استخباراتو یا اطلاعاتو د وزارت او د دغه وزارت د وزیر سید اسماعیل خطیب په وړاندې بندیزونه اعلان کړل، ایران پرون شنبه دغه بندیزونه په کلکه وغندل.

XS
SM
MD
LG