د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ افغانستان نن سریلانکا سره سیالي لري


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ او نجیب الله ځدراڼ
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ او نجیب الله ځدراڼ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، د اسیایي جام د شل اوریزو لوبو په دوام نن ماښام د سریلانکا له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ننوځي.

دا لوبه د کابل په وخت د ماښام په شپږنیمو بجو د شارجې د کرکټ په لوبغالي کې په پام کې ده.

افغان لوبډله په تېرو دوو لوبو کې د بنګلدېش او سریلانکا د لوبډلو له ماتولو وروسته په څلورو غوره ټیمونو کې راغله.

د افغانستان بله لوبه به د چارشنبې په ورځ د وږي ۱۶مه د پاکستان او په سبا به یې د وږي ۱۷مه د هند له ځواکمنې لوبډلې سره وي.

د پاکستان لوبډلې بیګا د هانګ کانګ سیالې لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د اسیايي جام لوبې د سپټمبر تر یوولسمې پورې په متحده عربي اماراتو کې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG