د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

د ټنس نوميالی لوبغاړی اتل نوواک جوکوويچ د امريکا 'يو اس اوپن' سياليو کې ګډون نه‌کوي


د ټنس نوميالی لوبغاړی اتل نوواک جوکوويچ
د ټنس نوميالی لوبغاړی اتل نوواک جوکوويچ

د ټینس مشهوره لوبغاړي او د نړۍ پخواني اتل نوواک جوکوویچ ویلي، د لوبغاړو لپاره د COVID-19 واکسین د مقرراتو په خاطر د امریکا په ازادو سیالیو یو اس اوپن کې ګډون نه کوي.

جوکوویچ، چې پخوا یې هم ټورنمنتونه د کوویډ د واکسین نه لګولو په خاطر له لاسه ورکړي د یو اس اوپن سیالیو د جدول تر اعلان څو ساعته مخکې د نه لوبېدو خبر ورکړ.

هغه په خپل ټوېټر لیکلي: "په خواشینۍ سره، زه به ونه‌شم کولی دا ځل د یو ایس اوپن لپاره نیویارک ته سفر وکړم."

جوکوویچ، ۲۱ واره د نړۍ په کچه د ازادو سیالیو اتلولي ګټلې ده.

هغه یوازې یوه اتلولي له هسپانوي ټینس باز رافایل نادال څخه کمه لري.

دا په روان کال کې دوهم لوی ټورنمنټ دی چې ۳۵ کلن صربستانی ټینس باز په‌کې د واکسین د نه کولو له امله ګډون نه‌شي کولای.

د دې کال په پیل کې، هغه د اسټرالیا اوپن څخه مخکې له استرالیا څخه په زور ایستلو ته اړ شو ځکه د چارواکو په خاطر واکسین یې ونه لګاوه او مقررات یې مات کړل.

XS
SM
MD
LG