د غور ولایت په کچه د فوټبال غورهلیګ سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، د غور ولایت د فوټبال غورهلیګ سیالی د دې ولایت په مرکز فېروز کوه کې د لسو لوبډلو په ګډون پیل شوې.
په دې لیګ کې د ښاروالۍ ، اتفاق ارش، میوند، سیاه کوه، سفید کوه، امید فېروزکوه، پیروزي، شاهین، د خراسان د کمپنیو ګروپ او کوهستان لوبډلې سره سیالي کوي.
دا سیالۍ چې د مرکزي ولایتونو د غوره لیګ سیالیو لپاره د غوره لوبډلې د انتخاب لپاره پیل شوي، ۴۵ ورځې به دوام وکړي.