د افغانستان فوټبال فدراسيون په يوې خبر پاڼه کې ليکلي، دا سيالۍ د افغانستان په وخت ۵:۳۰ بجې پيلېږي.
د دې خبرپاڼې په حواله، افغان لوبغاړو د یکشبنې په ورځ له تاجکستان ۱-۴ او له هغې وړاندې د جمعې په ورځ له قرغیزستان ۰-۱ ماتې خوړلې وې.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، افغانستان له ایران وروسته ازبکستان سره لوبه لري.
دا سيالۍ د تاجکستان په کوربهتوب کېږي.