د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۰ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۳۸

تخار کې د واليبال جام سيالۍ پاى ته ورسېدې

په دغه سیالیو کې تالقان لوبدلې دوهم مقام ترلاسه کړ.
په دغه سیالیو کې تالقان لوبدلې دوهم مقام ترلاسه کړ.

تخار ولایت کې د واليبال حذفي جام سيالۍ پاى ته ورسېدې.

د افغانستان د والیبال فدارسیون په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د واليبال حذفي جام سیالۍ چې دوه اونۍ وړاندې د ١٨ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې تېره ورځ د دشت قلعه ولسوالۍ په بريا سره پاى ته ورسېدې.

په دغه سیالیو کې تالقان لوبدلې دوهم مقام ترلاسه کړ.

دغه سيالۍ د واليبال فدراسيون له لوري د بدني روزنې او ورزش امريت په مرسته د تالقان ښاروالۍ په چمن کې پيل شوې وې، چې موخه يي د غوره ورزشکارانو پېژندل او د مرکز او ولسواليو په کچه د واليبال ورزش وده بلل شوې ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG