د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

د بایډن د کورونا ټېسټ منفي شو


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

سپینې ماڼۍ پرون وویل، چې د ولسمشر جو بایډن د کورونا ټېسټ منفي شو.

نهه اویا کلن بایډن د جولای په یو ویشتمه کورونا شوی و چې څو ورځې وروسته یې نتیجه منفي شوه، خو د جولای په دېرشمه یې بله نتیجه بېرته مثبت وخته.

د جو بایډن ډاکتر ویلي دي، چې د ولسمشر صحت بیخي ښه دی، خو اوس به بیا هم د هغه بلې نتیجې ته انتظار شي او تر هغه به له نورو خلکو بېل وي.

XS
SM
MD
LG