د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۷

هرات کې د پاورلېفټېنګ سيالۍ ترسره شوې

په هرات کې د پاورلېفټېنګ سيالیو یو انځور
په هرات کې د پاورلېفټېنګ سيالیو یو انځور

په هرات کې د پاورلېفټېنګ سيالۍ ترسره شوې.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش رياست په يوې خبر پاڼه کې ويلي، چې د دغه سياليو ١٧پړاو د ميرويس صادق په جمنازيوم کې ترسره شوې.

د دې رياست د معلوماتو له مخې، په دغو سياليو کې د ١٠ ورزشي کلپونو نه ٥٠ تنو ورزشکارانو ګډون درلود چې د يوې ورځې لپاره وې.

د دې سياليو په پاى کې ٩ تنه په ملي سياليو کې د لوبېدو په موخه وټاکل شول.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG