د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

د شپږیزې کرکټ لیګ؛ نن نیمه پایلوبه کې کابل او سپین غر لوبه لري


د کابل کرکټ لوبغالی
د کابل کرکټ لوبغالی

د شپږیزې کرکټ لیګ په نیمه پایلوبه کې نن کابل او سپین غر لوبډلې لوبېږي.

د دې لوبې پچه کابل لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.

سپین غر لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په اوټ کېدو سره ۱۴۰ منډې جوړې کړې.

اوس کابل لوبډله توپوهنه کوي، چې د سپین غر لوبډلې لخوا ورکړی هدف پوره کړي.

د یادونې ده، چې د بوسټ لوبډله د شپږیزې لیګ پایلوبې ته وتلې ده او نننۍ لوبه چې هرې لوبډلې وګټله، له بوسټ لوبډلې سره به د جمعې په ورځ په پایلوبه کې مخ شي.

XS
SM
MD
LG