د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

له ایرلنډ سره سیالیو لپاره د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو


 ایرلنډ سره سیالیو لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نوملړ
ایرلنډ سره سیالیو لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نوملړ

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ایرلنډ پر وړاندې یې د شل اوریزو سیالیو لپاره ښه لوبډله انتخاب کړې ده.

د بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، چې تمه ده د ایرلنډ په بلفاست ښار کې له کوربه سره پنځه شل اوریزې لوبې وشي.

هوتک وايي: "افغان کرکټ بورډ یو ډېر ښه ټیم اعلان کړی دی او انشاالله چې ډېر ژر به ملي ټیم له کابله ایرلنډ ته سفر وکړي."

بورډ داسې وخت د کرکټ د دې لوبډلې له وړتیا یادونه کوي، چې په فېسبوک او نورو خواله رسنیو باندې ګڼو خلکو د ټیم پر غوراوي انتقادونه کړي دي.

په ټيم کې چې محمد نبي یې مشري کوي ګڼو ځوانو او ترڅنګ یې د راشد خان په څېر مشهورو څېرو ته ځای ورکړل شوی دی.

د ایرلنډ او افغانستان لومړۍ شل اوریزه لوبه د اګست په نهمه ترسره کېږي.

دا لوبې به د شل اوریزو نړیوال جام سیالیو په رده بندۍ کې مهم رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG