افغانستان د شطرنج نړيوالو لوبو په درېيم پړاو کې يمن ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسیوک پاڼه لیکلي، چې د شطرنج نړيوالو لوبو درېيم پړاو چې تېره ورځ د هندوستان په وخت درې بجې د دې هېواد په چيناى ښار کې ترسره شو افغانستان يمن ته ماتې ورکړه.
د دې ریاست په وینا، د خيبر فراري په لوبډلمشرۍ د افغانستان لوبډلې يمن هېواد ته چې د دې لوبو په C ګروپ کې يې اتم ځاى درلود ماتې ورکړه.
ټاکل شوې سبا د اګسټ په دوهمه نېټه به افغان لوبغاړي په Bګروپ کې د سينګاپور له لوبډلې سره مخ شي.
دغه سیالۍ روانه اونۍ پیل شوي او د اګسټ تر لسمې نېټې پورې به دوام وکړي.