د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۷

انګلستان د اروپايي جام ښځينه‌وو فوټبال اتلولي خپله کړه

ارشيف
ارشيف

د اروپایي جام لپاره د ښځینه وو د فوتبال ټیمونو ترمنځ سیالیو کې انګلستان پرون جرمني ته په اضافي وخت کې دوه د یو په مقابل کې ماتې ورکړه او دغه جام یې خپل کړ.

د دغې لوبې لپاره چې د انګلستان په ویمبلي سټډیوم کې ترسره شوه، دومره نندارچیان ورغلي وچې له دې مخکې د دغه جام لپاره نه وو راټول شوي.

انګلستان په دې بریا سره چې په ویمبلي ستډیوم کې یې د له ۸۷ زره زیاتو مینه والو په مخ کې خپله کړه، په یوه نړیوال جام یا ایروجام کې د دا ډول یوې بریا لپاره ۵۶ کلن انتظار پای ته ورساوه.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG