د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۰

د مرکزي اسیا فوټبال سیالیو کې د افغان لوبډلې مهالوېش اعلان شو

ارشیف
ارشیف

د مرکزي اسیا تر ۱۹ کلنو کم عمره فوټبال په سیالیو کې د افغانستان د تنکیو ځوانانو د لوبډلې مهالوېش اعلان شو.

په‌ دغو سیالیو کې د افغانستان، تاجکستان، ایران، ازبکستان او قرغزستان لوبډلې یو له بل سره د اګسټ له ۵ تر ۱۲ لوبېږي.

دا لوبې د‌ تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ښار په مرکزي لوبغالي کې کېږي.

افغانستان په ترتیب د قرغزستان، تاجکستان، ایران و اوزبکستان هېوادونو له لوبډلو سره لوبېږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG