د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ تله ۱۴۰۱ کابل ۰۱:۵۴

هرات کې د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې


ارشیف

په هرات ولایت کې د جنوب لویدیځ زون کلپونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ تېره ورځ پای ته ورسېدې.

د افغانستان فوټبال فدراسیون په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د هېواد فوټبال اتلانو لیګ ته د لارموندې په موخه دا سیالۍ چې د هرات، فراه، نیمروز، غور او بادغیس ولایتونو د لوبډلو په ګډون وشوې د هرات اټک انرژي کلپ په کې د ۱۲ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.

دغه سیالۍ چې اونۍ وړاندې پیل شوې د اټک انرژۍ کلب لوبډلې نه فیصل حمیدي د غوره ګول وهونکي او جواد الکوزی د غوره ګول ساتونکي په توګه ونومول شول.

په دغه لوبو کې نیمروز لوبډلې دوهم ځای خپل کړ.

XS
SM
MD
LG