د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

زیلینسکي د دونېڅک له اوسېدونکو د خپلو مېنو پرېښودل غوښتي


د اوکراین په دونېڅک کې د روسي توغندي له امله د اوښتو زیانونو انځور
د اوکراین په دونېڅک کې د روسي توغندي له امله د اوښتو زیانونو انځور

د اوکراین ولسمشر وایي، حکومت یې د اوکراین د دونېڅک د ختیځې برخې له سلګونو زره اوسېدونکو غوښتي چې له خپلو مېنو ووځي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي اعلان وکړ، چې حکومت یې د دونېڅک له ختیځې برخې چې په کې سخته جګړه روانه ده، د خلکو د حتمي وتلو پرېکړه کړې ده.

زیلینسکي تېره ورځ ناوخته په وینا کې چې پر تلوېزیون خپرېده دغه راز وویل، چې د دونباس په پراخه سیمه کې تر اوسه په سلګونو زره کسان د جګړې د ډګر په زونونو کې پاتې دي چې اړتیا ده له خپلو سیمو ووځي.

زیلینسکي وویل، هرڅومره زیات کسان چې اوس د دونېڅک له سیمې ووځي، همغومره لږ کسان به د روسیې د پوځ لپاره پاتې وي چې وې وژني.

هغه زیاته کړه، چې د دې سیمې اوسېدونکو ته به تاوان ورکړي.

اوکرایني رسنۍ د اوکراین د مرستیال صدراعظمې ایرینا ویریشچوک له قوله خبر ورکوي، چې ویلي یې دي له دې سیمو د خلکو وتل باید له ژمي مخکې بشپړ شي ځکه سیمې ته د طبعي ګازو رسولو شبکې له منځه وړل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي دغه راز ویلي، چې د دونباس په هغو سیمو کې چې سخته جګړه روانه ده، ډېر خلک له وتلو ډډه کوي خو دا کارباید وشي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

هغه پر خلکو غږ وکړ، چې که دا امکان لري چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې له مېشتو اوسېدونکو سره خبرې وکړې او هغوی ته قناعت ورکړي چې دا یوه اړتیا ده چې سیمه تخلیه کړي.

په عین حال کې اوکرایني چارواکو پرون ناوخته وویل، چې روسي ځواکونو د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې پر ښارونو او ښارګوټو توغندویي بریدونو ته دوام ورکړ.

د اوکراین په جنوب کې د بندري ښار میکولاییف ښاروال ویلي، چې د خلکو د اوسېدو پر یوې سیمې د لګېدلي توغندي په نتیجه کې لږترلږه یو تن وژل شوی دی.

الکساندر سینکیویچ په خپله ټېلیګرام پاڼه کې لیکلي، چې د دغې حملې په نتیجه کې د ودانیو کړکۍ او دروازې ماتې شوي او بالکونونه ویجاړ شوي دي.

چارواکو دغه راز ویلي، چې د اوکراین په دوهم لوی ښار خارکییف کې د ښوونځي یوه ودانۍ او په سلوویانسک کې یو بس تم ځای په نښه شوي چې د اوښتو احتمالي زیانونو په اړه یې تراوسه راپور نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG