د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

په هند کې د شطرنج لوبې پيل شوې


ارشیف
ارشیف

نن په هندوستان کې د شطرنج نړيوالي لوبې پيل شوې.

د ورزشي اژانسونو د راپورنو له مخې٬ دغه لوبې د جولای په ۳۰مه د هندوستان په وخت درې بجې د دې هېواد چيناى ښار کې پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د افغانستان لومړۍ لوبه له اروپايي هېواد مونټه نګرو سره ده چې په لومړي پړاو کې ماسټر سید وهاب الدین میرزاد د کدریج دینیر سره مخ کېږي.

دغه سيالۍ٬ چې په هرو دوو کلونو کې يو ځل ترسره کېږي، سږ کال به د نارينه وو په برخه کې د ١٨٨ هېوادونو لوبغاړي ګډون وکړي چې افغانستان به هم د دغو هېوادونو په منځ کې شامل وي.

دغه سيالۍ به د اګسټ په لسمه نېټه پاى ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG