د طالبانو مشر په یوه نوي فرمان کې امر کړی چې ټولې پرېکړې دې د اسلامي شریعت له مخې ترسره شي او د بشر له خوا جوړ شوي قوانین نه پلي کېږي.
دې پرېکړې او فرمان ګڼ غبرګونونه پارولي.
له دې ډلې حقوقي کارپوه ډاکتر صلاح الدین سعیدي وایي چې د افغانستان مدني قانون د مصر له قانون اخیستل شوی وو چې اساس یې اسلام دی.
له ښاغلي سعیدي سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتنه کړې چې د بشر په لاس جوړ شوي قوانینو نه پلي کول به څه ستونزې وزېږوي؟