د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ تله ۱۴۰۱ کابل ۰۹:۱۰

خوست کې د واليبال سيالۍ؛ فيضو لوبډلې اتلولي خپله کړه


ارشيف

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکي چې د واليبال دغه سيالۍ ٤٥ ورځې وړاندې د خوست مرکز او ولسواليو، د کابل او خيبر پښتونخوا نه د يوې يوې لوبډلې په ګډون سره تېره ورځ د فيضو لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.

د یاد ریاست په وینا، په دغو سیالیو کې ٣٦ لوبډلو ګډون درلورد چې د خوست په يوه ورزشي لوبغالې کې پيل شوې وې.

ددې ریاست په وینا، دغه سيالۍ د خوست ورزشي امريت له لورې د واليبال فدراسيون په استازيتوب د خوست والي په مالي ملاتړ ترسره شوې، په پاى کې اتلې لوبډلې ته ٤٠ زره او نايب اتلې لوبډلې ته ٢٠ زره افغانۍ جايزې هم ورکړل شوې.

ددې سیالیو هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.

XS
SM
MD
LG