د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

د افغانستان په جنوب لوېدیځ او شمال کې د فوټبال سيالۍ پيل شوي


ارشیف
ارشیف

په جنوب لوېدیځ او شمال زونونو کې د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کوربه هلمند ترڅنګ د کندهار، زابل، ارزګان او غزني لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پرون پيل شوې دي، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

دغه ادارې لیکلي دي٬ چې په ورته وخت کې په همدې ورځ، په بلخ کې هم د شمال زون د ۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې دي.

د شمال زون د فوټبال په سیالیو کې د کوربه بلخ ترڅنګ، د جوزجان، فاریاب، سمنګان او سرپل لوبډلو ګډون کړی دی.

د بدنې روزنې او ورزش ادارې ویلي دي٬ چې د دې ۲ زونونو ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم د فوټبال سیالۍ پیل شوې دي٬ چې هدف یې د افغانستان د اتلانو لیګ ته د غوره لوبغاړو موندل دي.

XS
SM
MD
LG