د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ زمری ۱۴۰۱ کابل ۰۸:۳۱

د انګلستان د فوټبال ښځینه لوبډلې د اروپا لیګ پایلوبې ته لار ومونده


ارشیف

د انګلستان د فوټبال ښځینه لوبډلې د اروپا د ۲۰۲۲ کال لیګ پایلوبې ته لار ومونده.

د دې لیګ پایلوبه٬ چې تېره شپه د انګلستان په یارکشایر کې د کوربه انګلستان او سويډن لوبډلو ترمنځ وشوه، کوربه لوبډله ۴ -۰ د سويډن لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د انګلستان لپاره په تېره لوبه کې بېت مید په ۳۴مه دقیقه کې، لوسي برونز په ۴۸مه دقیقه کې، الیسیا روسو په ۶۸ مه دقیقه کې او فران کربي په ۷۶ مه دقیقه کې ګولونه ووهل او خپله لوبډله یې پایلوبې ته ورسوله.

له ۲۰۰۹ کال وروسته دا لومړی ځل دی چې د انګلستان ښځینه لوبډله د اروپا په لیګ کې پایلوبې ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG