د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

کرستيانو رونالدو نن د منچسر يونايتد لوبډله کې د پاتې کېدو په اړه پرېکړه کوي


کرستیانو رونالدو
کرستیانو رونالدو

کرستیانو رونالدو نن د منچستر یونایتد له مشرتابه سره پر دې خبری کوي چې په راتلونکي کې له دې لوبډلې سره پاتې شي که نه.

۳۷ کلن پورتګالي کرستیانو رونالدو وړاندې له دې ویلي چې غواړي د روان کال په مني کې له منچستر یونایتد سره مخه ښه وکړي او د فوټبال څو وتلو کلپونو هم ورته وړاندیز کړی.

خو د منچستر یونایتد مدیر اریک تین هاګ ویلي، چې دوی به رونالدو له لاسه ورنه‌کړي.

تین هاګ ویلي، چې له کرستیانو رونالدو سره د نن شپې له خبرو مثبته تمه لري او هڅه یې دا ده چې هغه د منچستر یونایتد لپاره لوبې ته دوام ورکړي.

کرستیانو رونالدو په تېرو څو اونیو کې د تایلند او استرالیا د سفرونو په ګډون، د منچستر یونایتد په ګڼو تمریني لوبو کې هم ګډون نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG