د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۴۴

څلور هېوادونه د ۲۰۲۳ کال اسيا فوټبال جام کوربه‌توب ته نوماند شول

د اسيا فوټبال جام سيالۍ، انځور - ارشيف
د اسيا فوټبال جام سيالۍ، انځور - ارشيف

د اسیا فوټبال کنفدراسیون له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۳ میلادی کال کې د اسیا جام فوټبال سیالیو د اتلسمې دورې د کوربه‌توب لپاره استرالیا، جنوبي کوریا، قطر او اندونیزیا خپل غوښتنلیکونه ورسپارلي.

نوماند هېوادونه به د اګست میاشتې تر ۳۱ نېټې خپل اسناد یاد کنفدراسیون ته وسپاري او د سپتمبر په میاشت کې به د دغو سیالو کوربه هېواد نوم اعلان شي.

ټاکل شوې د اسیا فوټبال اتلسمه پړاو سیالۍ د راتلونکي میلادي کال په لومړیو میاشتو کې ترسره شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG