د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د شپږیزې کرکټ لیګ لومړۍ سیالې وشوې


د شپږیزې لوبې یو انځور
د شپږیزې لوبې یو انځور

د کرکټ د شپږیزې د لیګ په لومړۍ لوبه کې د کابل بازانو لوبډلې د بندامیر او د سپین غر لوبډلې مس عینک ته ماتې ورکړه.

دا لوبه پرون د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې د زرګونه نندارچیانو په مخکې ترسره شوه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتګ آزادۍ راډیو ته وویل، چې دې لیګ ته بهرني لوبغاړي هم رابلل شوي دي.

هغه وايي: "بهرني لوبغاړي او مبصرین هم دې لوبلړۍ ته بلل شوي دي. دا لوبې په ټولو اړخونو کې د افغانستان لپاره مثبتې او ډېرې ګټورې تمامېدای شي."

د شپږیزې په لړۍ کې اته لوبډلې برخه لري او ۳۲ لوبې په کې پلان شوي دي، چې د زمري د میاشتې تر ۱۴مې پورې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG