د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۳۰

یو شمېر افغانان: لا هم د بانکونو چارې عادي شوي نه دي

ارشیف: په کابل کې د یوه بانک مخې ته د مشتریانو ګڼه ګوڼه
ارشیف: په کابل کې د یوه بانک مخې ته د مشتریانو ګڼه ګوڼه

یو شمېر افغانان شکایت کوي، چې د طالبانو له واکمنۍ ۱۱ میاشتې تېرېږي خو لا هم د بانکونو چارې نه دي عادي شوي.

د طالبانو له واکمنۍ ۱۱ میاشتې تېرېږي خو لا هم په افغانستان کې د بانکونو چارې نه دي عادي شوي او هره ورځ سلګونه کسان د بانکونو مخته کتار ولاړ وي چې خپلې پیسې واخلي.

دوی وايي، د طالبانو د حکومت له لوري له ژمنو سره هم د بانکونو فعالیتونه د پخوا په څېر دي او دوی لا هماغسې د خپلو پیسو په اخیستلو کې له ستونزو سره مخ دي.

د کابل اوسېدونکي عمران غني ازادي راډيو ته وویل، له څو ورځو راهیسې هڅه کوي، چې له بانک څخه پیسې واخلي خو د ګڼه ګوڼې له امله نوبت نه ورځي.

غني وویل: " که څوک خپلې پیسې اخلي، هغه اړ دی چې نیمه یا پوره ورځ ورته ځانګړې کړي. ډېر خلک دندې او کارونه لري، هغوی که د معاش لپاره راځي، یوه ورځ یې ضایع کېږي. زه نن د درېیم ځل لپاره ورغلم خو د بیروبار له امله مې پیسې وانخیستې."

محمد ایمل چې پرون یې په کابل کې د یوه بانک مخته ۴ ساعته انتظار کړی، وايي په ډېرې سختۍ یې له بانک څخه خپلې پیسې واخیستې.

نوموړى وايي پیسو ته یې اړتیا درلوده، ځکه یې په دې ګرمۍ کې د بانک مخته ۴ ساعته انتظار کړی.

هفه وویل: " کله چې له بانکه پیسې رااخلې، داسې به یې رااخلې، لکه زارۍ چې ورته کوې، مطلب په خپلو پیسو به دومره تکلیف زغمې، له هغه وروسته به پیسې ترلاسه کوې. د بانکونو محدودیت او کمې پیسې ورکول، دا یوه بله ستونزه ده چې خلک ورسره مخ دي."

ایمل وايي، د بانکونو لخوا اوس هم مشتریانو ته د پخوا په څېر په ټاکلې اندازه او کمې پیسې ورکول کېږي او ترڅنګ یې د پیسو ډېر برښنايي ماشینونه (ATM) هم غیرفعال دي چې دا خپله په بانکونو کې د ګڼه ګوڼې مهم لاملونه دي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت ژمنه کړې وه، چې د بانکونو فعالیتونه به عادي حالت ته راګرځوي خو اوس چې د دوی د حکومت ۱۱ میاشتې پوره شوې دي، لا هم د بانکونو په فعالیتونو کې ډېر بدلون نه لیدل کېږي.

د افغانستان بانک
د افغانستان بانک

د افغانستان بانک له ویاند ښاغلي صابر مومند څخه مو وپوښتل، چې له ژمنو سره ولې له ۱۱ میاشتو وروسته هم د بانکونو چارې عادي شوې نه دي؟

مومند وویل چې د بانک له رهبري سره به تر خبرو وروسته په دې اړه ځواب راکړي، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې نوموړي له موږ سره معلومات شریک نه کړل.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو سره بانکي فعالیتونه غیر عادي شول او لا تر اوسه خلک اړ دي چې په ډېرې سختۍ له بانکونو خپلې پیسې واخلي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG