د ورزشي اژانسونو د راپورنو له مخې، انګلستان د ټاس په ګټلو سره لومړۍ د توپوهنې پرېکړه وکړه او په ۲۵ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوخېدو ۱۱۰ د منډو هدف وټاکه.
د هندوستان د توب اچونې په برخه کې د دغه هېواد نوموتي توپ اچونکي بومرا په خپلې توپ اچونه کې د ۱۹ منډو په بدله کې د انګلستان ۶ مهم لوبغاړي و سوځول.
په دویمه پاڼۍ کې چې کله هندوستان توپوهنه پیل کړه پرته د کوم لوبغاړي له سوځېدو سره یې ټاکلې ۱۱۰ منډې پوره او لوبه یې د ۴ منډو په توپیر سره وګټله.
هندوستان له انګلستان سره د درې یو ورځینیو سیالیو لړۍ روانه اونۍ پیل کړې چې دغه لوبې به په انګلستان کې تر راتلونکې پنځو ورځو پورې روانې وي.