د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

معترضانو د سريلانکا د صدراعظم پر دفتر یرغل وروړ


په سریلانکا کې معترضان
په سریلانکا کې معترضان

وروسته له هغې د سريلانکا پارلمان د دې هېواد صدراعظم رانیل ویکرماسینګه د سرپرست ولسمشر په توګه اعلان کړ، په زرګونو معترضانو د نوموړي پر دفتر یرغل وروړ.

د سريلانکا پولیس او د پوځ ځواکونه د اوښکې بهوونکي ګاز او اوبو شیندونکو وسایلو څخه د کار اخیستلو سربېره ونه توانېدل د اعتراض کوونکو مخه ونیسي.

اعتراض کوونکي د دې هېواد له ولسمشر وروسته د صدراعظم رانیل ویکرماسینګه د استعفا غوښتونکي دي.

میاشتې وشوې، چې سريلانکايان د خوړو، تېلو او برښنا د انرژۍ له کمي سره مخ دي.

په دې هېواد کې د وروستیو پراخو اعتراضونو لوی سبب همدا اقتصادي بحران بلل کېږي.

د سريلانکا صدراعظم رانیل ویکرما سینګه، چې پارلمان سرپرست ولسمشر نومولی په خپله تلویزوني وینا کې وویل، امنیتي ځواکونو ته امر کړی څو نظم رامنځته کړي.

خو امنیتي ځواکونه د په شاه کېدو په حال کې ولیدل شول او د ویکرما سینګه د دفتر دروازې یې پرانیستې پرېښودې څو معترضان ورننوځي.

معترضان د سريلانکا د ولسمشر په کور کې
معترضان د سريلانکا د ولسمشر په کور کې

اعتراض کوونکو د شنبې په ورځ وروسته له هغې چې د سريلانکا د ولسمشر ګوټابایا راجاپاکسا کور او دفتر یې ونیول د رانیل ویکرما سینګه شخصي کور ته اور واچوه.

رویټرز خبري اژانس وايي، راجاپاکسا چارشنبې په ورځ له سرېلانکا مالدیف ته وتښتېده.

هغه تر دې مخکې ژمنه کړې وه، چې د چارشنبې په ورځ استعفا کوي.

رانیل ویکرما سینګه هم د استعفا ژمنه کړې، خو ویلي یې دي چې د نوي حکومت تر جوړېدو پورې خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د سريلانکا د پارلمان ريیس ویلي، که راجاپاکسا استعفا وکړي پارلمان به د جولای تر شلمې نېټې پورې نوی ولسمشر غوره کړي.

رانیل ویکرما سینګه، چې د پارلمان له خوا د سرپرست ولسمشر په توګه معرفي شوی، ویلي، اساسي قانون څېرلي نه شي او د ده په وینا فاشیستانو ته د واکمنېدو اجازه نه شي ورکولی.

ویکرما سینګه د هغه څه پر مخنیوي ټینګار کړی چې هغه ولسواکۍ ته یې د فاشیزم ګواښ بللی دی.

ویکرما سینګه ویلي، معترضان باید له اشغال شوي دولتي ودانیو څخه ووځي.

XS
SM
MD
LG