د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ زمری ۱۴۰۱ کابل ۱۱:۴۶

د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ؛ ځوان لوبغاړي د لوبډلمشرانو په توګه ټاکل شوي


ارشیف

د شپږیزې کرکټ سیالیو کې ځوان لوبغاړي د لوبډلمشرانو په توګه ټاکل شوي دي.

د شپږیزې کرکټ لیګ ته د تیاریو په لړ کې د دې لیګ ۸ لوبډلو ځوان لوبغاړي د لوبډلمشرانو په توګه ټاکلي دي، چې ډېرو یې مخکې لوبډلمشري نه ده کړې او دا یې لومړی ځل دی چې د یوې لوبډلې د مشري مسوولیت اخلي.

په دې لیګ کې سپین غر پړانګانو لوبډلې عثمان غني، مس عینک اتلانو لوبډلې امیر حمزه هوتک، هندوکش لوبډلې حضرت الله ځاځی، امو نهنګانو لوبډلې احسان الله جنت، د بوست ساتونکو لوبډلې حشمت الله شهیدي، کابل زلمیانو لوبډلې رحمان الله ګربز، بند امیر ښامارانو راشد خان او د پامیر ستورو شاه پور ځدراڼ د لوبډلشمرانو په توګه ټاکلي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې د شپږیزو لوبو ته تیاری روان دی چې ۵ ورځې وروسته به پیل شي.

XS
SM
MD
LG