د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ زمری ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۵۸

په پکتیا کې د والیبال ټورنمنټ پیل شو


ارشیف

د افغانستان د جنوب زون په کچه د والیبال ټورنمنټ نن په پکتیا ولایت کې پیل شو.

د بدني روزنې او ورزش ریاست د رسنیو دفتر ازادي راډیو ته وویل، د والیبال په دې ټورنمنټ کې به د لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو څخه ۲۶ لوبډلې په خپلو کې سیالي وکړي.

په دغه ټورنمنټ کې له یادو څلورو ولایتونو څخه ۲۶ لوبډلې ګډون لري او د درېیو ورځو لپاره به دوام وکړي.

دا سیالۍ د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې پیل شوي او هدف یې د والیبال ورزش وده او د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه ورغلو سیلانیانو ته د سرګرمۍ فضا برابرول بلل شوي.

XS
SM
MD
LG