د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

کندهار: په ګمرګ کې لسګونه کانتينره بند پاتې درملو ته د لېږد اجازه نه‌ورکول کېږي


د درملو سوداګريز شرکتونو مسؤلين وايي، لسګونه کانتينره درمل له تېرو دوو مياشتو راهيسې کندهار ګمرک کې بند پاتې دي.
د درملو سوداګريز شرکتونو مسؤلين وايي، لسګونه کانتينره درمل له تېرو دوو مياشتو راهيسې کندهار ګمرک کې بند پاتې دي.

د کندهار د درملو سوداګر شکایت کوي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دوی لسګونه کانټينره درمل د کندهار په ګمرک کې درول شوي او شرکتونو ته یې د انتقال اجازه نه ورکول کېږي.

سوداګر وايي د عامي وزارت د درملو ټولو قوانینو ته ژمن دي خو په دې برخه کې دي اسانتیاوې رامنځته شي.

بلخوا د طالبانو د عامي روغتیا وزارت وايي د هغه درملو مخنیوی يې کړی چې جواز، فیګنګ لیست او د درملو د تجزيي راپور ونه‌لري.

نور تفصیل د صادق رښتیني په دې راپور کې د لاندې غږيز فايل په کليک کولو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:50 0:00
XS
SM
MD
LG