د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

نړۍ کې د خرو شمېر په کمېدو دی


ارشیف: په اوکراین کې د خرو انځور
ارشیف: په اوکراین کې د خرو انځور

په نړۍ کې د خرو شمېر په چټکۍ سره په کمېدو دی.

دا شمېره څلورڅلویښت میلیونه اټکل شوې ده.

د کمېدو علت یې دا دی چې چین د ایجیاو په نوم د خرونو له پوستکي د یوې مادې د ترلاسه کولو په خاطر له نورو هېوادو خرونه اخلي.

د فرانسې سیاسي او پوځي مشر ناپلیون بوناپارت یو وخت خبرداری ورکړی و، چې چین هغه ویده بلا دی که ویښه شي نړۍ به ولړزوي، خو ښایي ډېرو به دا تمه نه لرله چې دا بلا به له منل شویو سیاسي-اقتصادي حدودو پښه اړوي.

له دې پولو څخه د اوښتو یوه نښه له اسیایي او افریقایي هېوادو څخه د خرو واردات دي.

په چین کې د خرو له پوستکي څخه د ایجیاو په نوم یوه ماده راغونډوي.

هر کال چین شاوخوا پنځه ټنه ایجیاو ترلاسه کوي، د دې لپاره څه باندې لس میلیونه خرو ته ضرورت دی.

په بریتانیا کې د څارویو د حفاظت نړیواله موسسه د ډانکي سنکچري په وینا په نړۍ کې هر کال یو اعشاریه اته میلیونه نوي خره زېږي.

دا لومړی ځل نه دی چې چین په نړۍ کې د یوه څاروي د کمېدو سبب کېږي.

تر دې مخکې چینایانو د فیلانو عاج له افریقایي هېوادو اخیستل چې دا چاره د افریقا په نیمه وچه کې چې تر بل هرځای په کې فیلان ډېر دي، د فیلانو د کمېدو سبب شوې ده.

که څه هم په طب کې له علمي پلوه د ایجاو ګټې نه دې ثابتې شوې خو د چینایي طب په باور دا ماده د ویني فشار تنظیموي، د زړښت مخه نیسي، جنسي رغبت زیاتوي او د ډېرو ماشومانو د زېږېدو سبب کېږي.

نېشنل جیوګرافیک په یوه راپور کې لیکي، چې په افریقا کې په سلګونو خرونه په مسلخونو کې دې ته انتظار وي چې کله به یې سرونه غوڅېږي.

په دې راپور کې راغلي دي، چې غیرقانوني ډول له افریقا څخه خرونه په ورکېدو دي.

کینیا هر کال د خرونو یو لک او شپېته زره پوستکي چین ته چمتو کوي.

که څه هم په دې هېواد کې د چینایانو د طبي موادو لپاره د خرونو د سرونو پرې کول منع شوي خو تر دې ممانعت وروسته په دغه هېواد کې د خرونو پټېدل زیات شوي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، چې په دوه زره اوولسم کال کې یوازې په کینیا کې د درې میاشتو په ترڅ کې زر خرونه غلا شوي و.

په بل افریقایي هېواد مصر کې تېرکال دغه شپې یو شمېر کسان د خرونو د وژلو په تور وروسته تر دې ونیول شول، چې په سیند کې د خرونو داسې جسدونه پولیسو ترلاسه کړل چې پوستکي یې نه وو.

وړم کال بیا د مصر په اسکندریه کې د زرو خرو د قاچاق مخه ونیول شوه.

په رسمي ډول هر کال مصر د خرونو اته لکه پوستکي چین ته صادروي خو د یو شمېر راپورونو له مخې له دې هېواده په غیرقانوني ډول تر دې ډیر زیات خرونه چین ته انتقالېږي.


یو شمېر افریقایي هېوادونو لکه یوګندا، تانزانیا، نیجر، بورکینا فاسو او سنیګال چین ته د خرونو صادرات د دې لپاره منع کړې دي چې د افغانانو په څېر له خرو څخه په زراعت کې استفاده کوي.

تر دې ممانعت وروسته د یوه خره پوستکی څه باندې څلور سوه اویا ډالرو ته رسېدلی دی.

تر دې مخکې په افریقا کې د یوه سلامت خره قیمت څه باندې سل ډالره و.

XS
SM
MD
LG