د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

افغان ځواکونو ته "خره" د هلیکوپټرو کار ورکوي


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې: "افغان ځواګونو ته خره د هلیکوپټرو کار ورکوي" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په پیل کې یې راغلي:

د افغانستان د کونړ ولایت د پیچ درې پوستې ته د امریکایي ځواکونو له رسیدو مخکې؛ په پوستې کې د جګړې د وخت ویجاړ شوي شیان، ښختې او زنګ وهلې کلاشینکوفونه پاته وو. خو امریکایانو دې غرنۍ پوستې ته د پرمختللو هلیکوپټرو په ګډون، د ۲۱مې پیړۍ ډېر پرمختتلې او عصري وسایل ورسول. امریکایي ځواکونو به په دې پوستې کې اوبه، خوراکي موادو او وسلې د هلیکوپټرو په واسطه ذخیره کول.

ورځپاڼه لیکي، له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو وتل دوام لري او د پیچ درې آسمان هم د بهرنیو هلیکوپټرو څخه خالي شوی دی. امریکایانو دا پوسته افغان ځواکونو ته سپارلې، خو عصري وسایل او هلیکوپټر یې ورڅخه وړي دي.

افغانانو د ستونزو د حل په مقصد لرغوني کار ته مخه کړې، د خرو او حیواناتو په واسطه پوستې ته د اړتیا وړ مواد او مهمات پورته کوي.

ورځپاڼې د پیچ درې د غونډ د قوماندان ډګرمن عبدالناصر خبره راخیسې؛ چې وایي، افغانان له خرو نه د هلیکوپټرو کار اخلي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په اډو کې په سلونو خره ساتل کیږي؛ چې د عسکرو د وتلو په صورت کې ورڅخه کار واخیستل شي.

ورځپاڼه زیاتوي، افغان مشران د امریکایي چارواکو په دې عمل خوښ نه دي. دوی غواړي، چې پوځ یې باید عصري وسایل او تکنالوژي ولري او د امریکا د پوځ په څېر شي. امریکایي چارواکي وایي، دا کار په مالي لحاظ هم عملي نه دی.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، افغان ځواکونه دا مهال ۳۱ هلیکوپټر لري او د نورو غوښتنه کوي، خو دا نه ده معلومه چې امریکا به ورسره په دې کار کې مرسته وکړي.

انګلستان چاپ ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې "بریتانیا غواړي د امریکا او طالبانو په خبرو کې دخیله شي" تر سر لیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې لیکي:

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر "ویلیم هیګ" د جمعې په ورځ په هند کې وویل؛ هیواد یې جمهور رییس بارک اوباما ته سترګې په لار دی؛ چې له طالبانو سره د سولې خبرو ته نوی تحرک ورکړي.

ورځپاڼه لیکي، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل: "موږ له امریکایانو سره کار کوو، چې په افغانستان کې د سیاسي پخلاینې کارونه څنګه پرمخ لاړشي، خو په دې اړه زیات کار نه دی شوی."

ټایمز ورځپاڼه لیکي، تېر کال په قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شوې وې، خو په روان کال کې د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو له امله بیخې په ټپه ودریدلې او جمهور رییس اوباما ونشو کړای له ګوانټانامو زندان څخه د طالبانو بندیان خوشې کړي.

ورځپاڼه لیکي، د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر په خبرو کې وویل؛ د قطر د عملیې بیا را تازه کول یې په هلو ځلو کې شامل دي او هیله من دی، چې جمهور رییس بارک اوباما به په خپلې دوهمې دورې کې د افغانستان سیاسي حل ته پوره پام واړوي.
XS
SM
MD
LG