د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۴

د کرېکټ درې ورځنۍ سيالۍ؛ هند د ويسټ انډيز خلاف لوبډله اعلان کړه

د هند کرېکټ ملي لوبډله
د هند کرېکټ ملي لوبډله

د هندوستان کرېکټ سلېکشن کمېټې تېره ورځ د ویسټ انډیز خلاف د دریو یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه.

د ورزشي اژانسونو د راپورنو له مخې، په اعلان شوې لوبډله کې یو شمېر بدلونونه هم راغلي او د لوبډلې مشري "شکر دهوان" ته ورکړل شوې.

ټاکل شوې ده چې د هند او ویسټ انډیز ترمنځ به درې یو ورځنۍ لوبې د روانې جولای میاشتې په ۲۲ مه، ۲۴ مه او ۲۷ مه نېټه د ویسټ انډیز په کوربه توب ترسره شي.

دغه سیالۍ د نړېوال جام لپاره د چمتوالي په موخه ترسره کېږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG