د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

د يخي پر سر د هاکي فدراسيون: د روسيې او بيلاروس لوبډلې په نړيوال لوبو کې ګډون نه‌شي کولی


د یخي پر سر د هاکي روسي لوبغاړي
د یخي پر سر د هاکي روسي لوبغاړي

د یخي پر سر د هاکي نړیوال فدراسیون د روسیې او بیلاروس هغه غوښتنه رد کړه چې په لوبو کې د ګډون اجازه ورکړي.

د یخي پر سر د هاکي د نړیوال فدراسیون بورډ پرون په یوه بیان کې وویل چې دا بندیز نه دی د لوبغاړو د خوندیتوب پرېکړه ده.

د یخي پر سر د هاکي نړیوال فدراسیون پر اوکراین د روسیې تر برید څلور ورځې وروسته د فبروري په میاشت کې پرېکړه وکړه چې د روسیې او بیلاروس ملي لوبډلې او کلبونه نه‌شي کولی چې په نړیوالو لوبو کې برخه واخلي.

روسیه او بېلاروس بیاهم کولی شي چې قضیه د سپورټ لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته راجع کړي.

XS
SM
MD
LG